د ګمرکونو لوی ریاست د حمایت او پراختیا ریاست لپاره نوی رئیس معرفي شو
22 قوس 1403
ښاغلی مسلم خاکسار، چې د مالیې وزارت په وړاندیز او د ا.ا.ا د ریاست الوزراء لوړ مقام په منظورۍ د ګمرکونو لوی ریاست د حمایت او پراختیا نوی رئیس ټاکل شوی، د ګمرکونو او عوایدو معین الحاج مفتي عبدالمتین سعید له لوري اړوندو کارکوونکو ته ور وپیژندل شو. په دې پیژند غونډه کې، چې د ګمرکونو او عوایدو لویو ریاستونو یو شمېر مرستیالانو او رئیسانو ګډون کړې وو، د ګمرکونو او عوایدو معین د یاد ریاست د پخواني رئیس کړنې وستایلې او نوي ګمارل شوي رئیس ته یې په اړوندو چارو کې د بریالیتوب هیله وکړه. نوموړي اړوندو کارکوونکو ته سپارښتنه وکړه، چې له نوي ګمارل شوي رئیس سره په چارو کې پوره همکاري او همغږي وکړي. د یادونې وړ ده، چې ښاغلی خاکسار په ګمرکي چارو کې پوره کاري تجربه لري او له دې وړاندې د کندهار ولایت د سپین بولدک ګمرک د امر په توګه دنده تر سره کوله.