د مالیې وزیر د ګمرکونو او عوایدو معینیت له چارو څخه لیدنه وکړه

معرفی رئیس حمایت.jpg

6 جدی 1403

د مالیې وزیر ملا محمد ناصر اخوند نن د ګمرکونو او عوایدو معینیت له چارو څخه لیدنه وکړه او هلته یې د یاد معینیت له معین الحاج مفتي عبدالمتین سعید او اړوندو رئیسانو سره ولیدل. په دې لیدنه کې د مالیې وزیر ګډونوالو ته په خپلو چارو کې د لا ښه والي او د مراجعینو ستونزو ته د رسېدو په برخو کې لازمې سپارښتنې وکړې. د ګمرکونو او عوایدو معین هم د ځینو شته ستونزو یادونه وکړه، چې د مالیې وزیر له لوري د ژر حل کېدو ډاډ ورکړل شو. د یادونې وړ ده، چې د ګمرکونو او عوایدو معینیت د مالیې وزارت څخه ليرې د کابل-جلال اباد په لویه لار کې موقعیت لري؛ نو اړتیا ته په کتو سره یې د مالیې وزیر له چارو څخه ليدنه کوي.