تېره اوونۍ د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کې په زیاته اندازه قاچاقي توکي نیول شوي دي!

qajaq-5.jpg

6 جدی 1403

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارنې کارکوونکو تېره اوونۍ د هرات، نیمروز، کندهار، فراه او هلمند ولایتونو په بېلابېلو سیمو کې په زیاته اندازه قاچاقي توکي نیولي دي، چې قاچاق کوونکو غوښتل په پټه یې افغانستان ته وارد کړي. په نیول شویو توکو کې (۳۷) ټنه سيمينټ، (۶۲۷۹) کیلو ګرامه ګوړه، (۵۰۶۵) کیلو ګرامه رُب، (۲۸۲۲) کیلو ګرامه درمل، (۱۷۳۰) کیلو ګرامه ککو، (۱۶۰۰) کیلو ګرامه چاکلېټ، (۷۹۵) کیلو ګرامه رنګ، (۶۳۰) کیلو ګرامه د خیاطۍ د ماشین تېل، (۷۱۱) کیلو ګرامه مالټې، (۴۶۳) کیلو ګرامه رخت باب، (۲۱۰) کیلو ګرامه د خیاطۍ تار، (۱۷۵) بوجۍ د برېښنا لاینونه او (۱۴۰) کیلو ګرامه خالي کارټنونه شامل دي. همدا شان د فراه ګمرک کارکوونکو په دوو جلا محمولو کې (۳۸) ټنه مالګه هم نیولې ده، چې په قاچاقي ډول هیواد ته راوړل کېده. نیول شوي توکي او تورن کسان د نورو اجراآتو له پاره اړوندو ګمرکونو ته سپارل شوي دي.