د ګمرکونو او عوايدو ملي اکاډمۍ له لوري د (۱۴۰۳هـ.ل) کال له روزنیز پلان سره سم د ساحوي روزنیزو پروګرامونو په لړ کې د کندهار محصولي ګمرک کارکوونکو ته د ګمرکي مسایلو د زده کړې او د کارکوونکو د ظرفیت لوړونې په موخه د ګمرکي قوانینو، ګمرکي کړنلارو، ګمرکي بيې ټاکنې، تعرفې او نورو اړوندو مواردو په برخه کې روزنیز پروګرام پیل شو.