د کندهار ولایت د ګمرک کارکوونکو ته روزنیز پروګرام پیل شو!

آموزش.jpg

18 اسد 1403

 د ګمرکونو او عوايدو ملي اکاډمۍ له لوري د (۱۴۰۳هـ.ل) کال له روزنیز پلان سره سم د ساحوي روزنیزو پروګرامونو په لړ کې د کندهار محصولي ګمرک کارکوونکو ته د ګمرکي مسایلو د زده کړې او د کارکوونکو د ظرفیت لوړونې په موخه د ګمرکي قوانینو، ګمرکي کړنلارو، ګمرکي بيې ټاکنې، تعرفې او نورو اړوندو مواردو په برخه کې روزنیز پروګرام پیل شو. دغه پروګرام، چې یوه میاشت به دوام وکړي د یاد ګمرک د کارکوونکو مسلکي او مدیریتي اړتیاوې به بشپړې او د دوی شته ستونزې به حل کړي. د یادونې وړ ده، چې د ګمرکونو او عوایدو ملي اکاډمۍ له لوري ورته روزنیز پروګرامونه په مرکز کابل او ولایتي ادارو کې مخکې هم پلي شوي او له دې وروسته به هم پلي شي.