د پکتیا ګمرک لپاره نوی رئیس معرفي شو
18 اسد 1403
مولوي عبدالغفار (احرار) چې د مالیې وزارت په وړاندیز او د افغانستان اسلامي امارت د ریاست الوزراء لوړ مقام په منظورۍ د پکتیا ګمرک د نوي رئیس په توګه ټاکل شوی، تېره ورځ د ګمرکونو لوی رئیس الحاج مفتي عبدالمتین سعید له لوري د یاد ګمرک کارکوونکو ته ور وپیژندل شو. په دې پيژند غونډه کې د ګمرکونو لوی ریاست د حمایت او پراختیا رئیس، د پکتیا ګمرک امرینو او کارکوونکو ګډون کړې وو. د ګمرکونو لوی رئیس نوي ټاکل شوي رئیس ته د الله (ج) له دربار څخه د ښه خدمت او په چارو کې د بریالیتوب غوښتنه وکړه. نوموړي د پکتیا ګمرک کارکوونکو ته د اړوندو چارو د لا ښه والي په برخه کې اړین هدایات ورکړل او دوی ته یې سپارښتنه وکړه، چې له نوي ټاکل شوي رئیس سره پوره همکاري او همغږي وکړي. د یادونې وړ ده، چې مولوي عبدالغفار (احرار) په ګمرکي چارو کې پوره کاري تجربه لري او له دې وړاندې د خوست ولایت د غلام خان ګمرک د امر په توګه یې دنده تر سره کوله.