Tag error: <txp:etc_query
  data='<txp:etc_tree id="245" />'
  replace='//a[@href="<txp:site_url /><txp:etc_url />"]@@class=active'
/> ->  Warning: Undefined array key 1 while parsing form None on page Pashto
Tag error: <txp:etc_date date="posted" calendar="jalali" format="%d %B %Y" lang="fa_AF"  /> ->  Warning: Undefined array key 1 while parsing form default on page Pashto
د بلخ ولایت د سوداګرو ستونزې واوریدل شوې | AFG Custom / د ګمرکونو ع ریاست / ریاست ع گمرکات

د بلخ ولایت د سوداګرو ستونزې واوریدل شوې

عکس.jpg

15 اسد 1403

بلخ ولایت ته د افغانستان اسلامي امارت د اقتصادي معاونیت او د ګمرکونو لوی ریاست تللي پلاوي، تېره ورځ د بلخ ګمرک د رئیس الحاج مولوي محمد عبدالله بلال په شتون کې د یاد ولایت د سوداګرۍ او پانګونې خونې له مسؤلینو او یو شمېر سوداګرو سره وکتل، په دې کتنه کې د بلخ ګمرک او د دې ولایت د سوداګرۍ او پانګونې خونې تر منځ د همغږۍ په زیاتوالي، د سوداګرو پر شته ستونزو او حل لارو بحث او خبرې وشوې. د بلخ ولایت د سوداګرۍ او پانګونې خونې استازو د سوداګرۍ پر وړاندې د شته ستونزو یادونه وکړه او له تللي پلاوي څخه یې وغوښتل، چې په هیواد کې د سوداګرۍ د لا ودې په موخه د سوداګرو ستونزو ته رسیدنه وکړي. د تللي پلاوي په استازیتوب د اقتصادي معاونیت د حقوقي چارو رئیس مولوي احسان الله خبرې وکړې او د بلخ ولایت سوداګرو ته یې ډاډ ورکړ، چې ژر به شته اصولو ته په کتو سره د دوی ستونزو ته رسیدنه وشي.