د کندهار په ګمرک کې د (۵۰۰۰) کیلو ګرامه انساني طبي درملو له قاچاق څخه مخنیوی وشو
20 اسد 1403
د کندهار ګمرک کارکوونکو په یوې وارداتي سوداګریزې محمولې کې، چې پرچون توکي په کې بار وو د (۵۰۰۰) کیلو ګرامه انساني طبي درملو چې په ډیر مهارت سره ځای پر ځای شوي ول، له قاچاق څخه مخنیوی وکړ. همدا شان د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارنې کارکوونکو تېره اوونۍ د ننګرهار، نیمروز، کندهار او هرات ولایتونو په بېلابیلو سېمو کې ګڼ شمېر قاچاقي توکي نیولي دي، چې قاچاق کوونکو غوښتل په پټه یې افغانستان ته راوړي. په دې نیول شویو توکو کې (۱۸۵۵) کیلو ګرامه انساني طبي درمل، (۴۳۶۸) کیلو ګرامه چاکلیټ، (۸۵۰۵) کیلو ګرامه رومي بادنجان، (۴۷۳) کیلو غوړي، (۴۲۰) کیلو ګرامه شیریني باب، (۲۲۰) کارټنه د قیلون ذایقه او (۱۰) کارټنه پروټین شامل دي.