تېره اوونۍ په بېلابیلو ولایتونو کې ګڼ شمېر قاچاقي توکي نیول شوي دي
11 اسد 1403
د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارنې کارکوونکو تېره اوونۍ د فراه، ننګرهار، نیمروز، هرات او کندهار په ولایتونو کې بېلابیل قاچاقي توکي نیولي دي، چې قاچاق کوونکو غوښتل په پټه یې افغانستان ته راوړي. په دې نیول شویو توکو کې (۶۰۰۰) کیلو ګرامه چاکلیټ، (۱۰۶۰۸) کیلو ګرامه رُب، (۲۹۴) کیلو ګرامه پلاستیکي کڅوړې، (۱۰۶۸) کیلو ګرامه لواشک، (۱۶۰) کیلو ګرامه زراعتي درمل او (۵۹) کارټنه غوړي شامل دي. نیول شوي توکي او تورن کسان د نورو اجرااتو لپاره اړوندو ګمرکونو ته سپارل شوي دي.