Tag error: <txp:etc_query
  data='<txp:etc_tree id="245" />'
  replace='//a[@href="<txp:site_url /><txp:etc_url />"]@@class=active'
/> ->  Warning: Undefined array key 1 while parsing form None on page Pashto
Tag error: <txp:etc_date date="posted" calendar="jalali" format="%d %B %Y" lang="fa_AF"  /> ->  Warning: Undefined array key 1 while parsing form default on page Pashto
د تورخم په ګمرک کې هیواد ته د نظامي تجهیزاتو له راوړلو څخه مخنیوی وشو | AFG Custom / د ګمرکونو ع ریاست / ریاست ع گمرکات

د تورخم په ګمرک کې هیواد ته د نظامي تجهیزاتو له راوړلو څخه مخنیوی وشو

سلاح قاچاق.jpeg

8 اسد 1403

د تورخم ګمرک د تشریح برخې کارکوونکو تېره ورځ په یوې وارداتي سوداګریزې محمولې کې بېلابیل ډوله نظامي تجهیزات، چې قاچاق کوونکو غوښتل په پټه یې هیواد ته راوړي کشف او ونیول.
په دې نیول شویو نظامي تجهیزاتو کې (CZ) په نوم یو میل ټوپک، (۷) عدده شاجورونه، درې عدده کرنکوف، دوه عدده کنداغونه، (۹۹) دانې د (M16) مرمۍ او دوه عدده دوربینونه شامل دي. نیول شوي نظامي تجهیزات او تورن کس به د نورو اجرااتو لپاره اړوندو ارګانونو ته ور پیژندل شي.