د فاریاب ولایت د اقینې په ګمرک کې د شاوخوا (۷۵) میلیونه افغانیو په ارزښت د دو پروژو چارې پیل شوې
23 اسد 1403
د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د فاریاب ولایت د اقینې په ګمرک کې د (۷۴.۷۹۴) میلیونه افغانیو په ارزښت د یاد ګمرک د پارکینګ د کانکریټ کولو، د احاطې دیوال او ټاورونو د جوړولو چارې پیل کړې. د یادو پروژو په پرانېست غونډه کې د ګمرکونو لوی ریاست د ملاتړ او پراختیا رئیس، د فاریاب د والي مرستیال، د اقینې ولسوال، د بلخ او اقینې ګمرکونو رئیسانو او یو شمېر نورو مسؤلینو ګډون کړې وو. د اقینې ګمرک د پارکینګ جوړولو په پروژې (۲۹.۹۹۹) میلیونه افغانۍ لګښت راځي، چې په (۵.۵) جریبه ځمکه کې به په اساسي ډول کانکریټ اچونه وشي، چې چارې به یې په راتلونکو اوو میاشتو کې بشپړې شي. همدا رنګه د یاد ګمرک د احاطې دیوال او ټاورونو د جوړیدو په پروژې (۴۴.۷۹۵) میلیونه افغانۍ لګښت راځي، چې د احاطې دیوال تر څنګ به (۸) ټاورونه هم جوړ شي، چې چارې به یې په راتلونکو لسو میاشتو کې بشپړې شي. د یادونې وړ ده، چې د یادو پروژو بودیجه د مالیې وزارت له پراختیایې بودیجې څخه ورکول کیږي او په بشپړیدو سره به یې سوداګرو او د ګمرک کارکوونکو ته ګڼې اسانتیاوې رامنځته شي.