د ابو نصر فراهي ګمرک د هنګرونو د جوړیدو پروژې چارې (۶۶) سلنه پرمختګ کړی

1-2.jpg

23 اسد 1403

د ګمرکونو لوی ریاست له لوري د ابو نصر فراهي په ګمرک کې د دوه بابه هنګرونو د جوړیدو پروژې چارې په چټکۍ سره روانې دي او تر دې مهاله د یادې پروژې چارې (۶۶) سلنه پر مخ تللي. په یادې پروژې څه باندې (۳۴) میلیونه افغانۍ لګښت راځي، چې په جوړیدو سره به یې د سوداګریزو توکو د خونديتوب په برخه کې سوداګرو ته زیاتې اسانتیاوې رامنځته شي. د دې پروژې چارې د ۱۴۰۲ کال د لړم په میاشت کې پیل شوې وې، چې د روان کال د لړم په میاشت کې به بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.