تېره میاشت د ګمرکونو چارو (۳۷) سلنه پرمختګ کړی
21 اسد 1403
د روان ۱۴۰۳ مالي کال د چنګاښ په میاشت کې په ګمرکونو کې د تر سره شویو چارو د تخنیکي ارزونې ناسته تېره ورځ د ګمرکونو لوی رئیس الحاج مفتي عبدالمتین سعید په مشرۍ د ګمرکونو او عوایدو معینیت د غونډو په تالار کې د ویډیو کنفرانس له لارې جوړه شوه.
په دې ناسته کې د ګمرکونو لوی ریاست عملیاتي مرستیال، یو شمېر رئیسانو، امرینو او د ویډیو کنفرانس له لارې د ولایتي ګمرکونو مسؤلینو ګډون کړې وو.
په پیل کې د ګمرکونو لوی رئیس ټولو ګډونوالو ته ښه راغلاست وویل او د ولایتي ګمرکونو له مسؤلینو څخه یې مننه وکړه، چې خپلو اړوندو چارو ته توجه کوي. نوموړي وویل، چې دا ستاسو د ښه خدمت او زیار پایله ده چې نن په ګمرکونو کې د پخوا په پرتله ستونزې کمې شوي دي.
د ګمرکونو لوی رئیس د ولایتي ګمرکونو مسؤلینو ته سپارښتنه وکړه، چې ستاسو صورت، سیرت، اخلاق او کړنې باید د شریعت له اصولو سره برابرې وي او له دوی څخه یې وغوښتل، چې دا پیغام خپلو اړوندو کارکوونکو ته هم ورسوي.
له اجنډا سره سم د ګمرکونو لوی ریاست د پلان جوړونې، پالیسۍ، څارنې او ارزونې رئیس ښاغلي محمد وسیم عثمان له لوري د روان مالي کال د چنګاښ په میاشت کې په ګمرکونو کې د تر سره شویو فعالیتونو په تړاو ټولیز راپور وړاندې شو او همدا راز په دې موده کې د عوایدو راټولیدو، د هیواد په ټولو ګمرکونو کې تر سره شوې سوداګرۍ، د وارداتي توکو ګمرکي ارزښت او د سوداګریزو محمولو د شمېر او ثبت شوي وزن په اړه غونډې ته بشپړ معلومات وړاندې کړل، چې په دې راپور کې د تېر کال د همدې مودې په پرتله د ټولو ګمرکونو چارې په اوسط ډول (۳۷.۲) سلنه مثبتې ارزول شوې وې.
د غونډې ګډونوالو د یاد راپور په اړه هر اړخیز بحث وکړ او د چارو د لا ښه والي لپاره یې د ولایتي ګمرکونو مسؤلینو ته لازمې سلا مشورې ورکړې.
د ولایتي ګمرکونو مسؤلینو هم په خپل وار سره په خپلو اړوندو کاري برخو کې د ځینو شته ستونزو یادونه وکړه چې د ګمرکونو لوی ریاست د رهبري له لوري د ژر حل کیدو ډاډ ورکړل شو.