د مالیې وزارت
د مالیې وزارت د ګمرکونو عمومي رئیسې اغلی امنې احمدي د بهرنیو چارو وزارت د تشریفاتو عمومي ریاست له مرستیال ښاغلي عبدالجبار رحیمي سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
د جلالتماب ولسمشر د حکم له مخې او د ګمرکونو نړیوال سازمان او د سوداګرۍ نړیوال سازمان سره د افغانستان حکومت د ژمنو په اساس د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست په هیواد کې د لومړي ځل لپاره په مرکز او ولایتونو کې د قیمت ګذارۍ پروسه الکترنیکي کړه
د مالیې وزارت سرپرست محمد خالد پاینده، تېره ورځ د یوه پلاوي په مشرۍ د ننګرهار ولایت د ګمرک او مستوفیت وضعیت ارزونې په موخه دې ولایت ته سفر وکړ.
سوداګریزو شرکتونو ته د یوزر جوړولو په موخه د چمتو والي ناسته نن د وري میاشتې په ۸ مه نېټه د مالیې وزارت د ګمرکونو عمومي رئیسې اغلی آمنه احمدي په مشرۍ د عوایدو او ګمرکونو معینیت د غونډو په تالار کې جوړه شوه.
عالم شاه ابراهیمي، په دې وروستیو کې د جمهوري ریاست عالي مقام د حکم پر بنسټ د عوایدو او ګمرکونو مرستیال په توګه وټاکل شو. نوموړی نن د مالیې وزارت سرپرست محمد خالد پاینده، له لوري د دې وزارت کارکوونکو ته ور وپېژندل شو.
په ګمرکونو کې د سوداګریزو توکو د قیمت ګذارۍ په برخه کې د هر اړخیزو اصلاحاتو پلي کیدو په موخه ناسته نن د وري میاشتې په ۹ مه نېټه د ګمرکونو عمومي رئیسې اغلی امنه احمدي په مشرۍ د ګمرکونو او عوایدو معینیت د غونډو په تالار کې جوړه شوه.