د ۱۰۵ سوداګریزو شرکتونو استازو ته د الکترونیکي ګمرکي اظهار لیکونو د ډکولو په موخه روزنیز ورکشاپ پیل شو

user training.jpg

5 جوزا 1400
د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د ۱۰۵ سوداګریزو شرکتونو استازو ته چې د اسیکوډا له سیستم څخه د یوزرونو تر لاسه کولو لپاره یې مراجعه کړې وه، د ګمرکي اظهار لیکونو د ډکولو په اړه روزنیز ورکشاپ پیل کړ.
د ګمرکونو قانون د اوولسمې، اتلسمې او نولسمې مادو د تعدیل له مخې په ګمرکونو کې د کمیشنکارانو پروسه لغو شوې ده او سوداګریز شرکتونه مکلف دي چې د خپلو سوداګریزو توکو د ګمرکي طی مراحلو لپاره د اسیکوډا په سیستم کې یوزر کړي چې تر اوسه د هیواد په کچه شاوخوا ۶۰۰ سوداګریزو شرکتونو یوزر تر لاسه کړی دی او په درېیو روزنیزو ورکشاپونو کې دوی روزنه هم ورکړل شوې ده.
د ګمرګونو لوی ریاست له هغو سوداګریزو شرکتونو څخه چې د یوزر تر لاسه کولو لپاره یې د هیواد په کچه د ګمرکونو ادارو ته مراجعه کړی او روزنه یې نه ده لیدلې، غوښتنه کوي چې د را روانې شنبې په ورځ د غبرګولي / جوزا په ۹ مه نېټه په نوي جوړیدونکي ورکشاپ کې د ګډون لپاره د هیواد په کچه د ګمرکونو ادارو ته خپل استازي معرفي کړي.