Tag error: <txp:etc_query
  data='<txp:etc_tree id="245" />'
  replace='//a[@href="<txp:site_url /><txp:etc_url />"]@@class=active'
/> ->  Warning: Undefined array key 1 while parsing form None on page Pashto
Tag error: <txp:etc_date date="posted" calendar="jalali" format="%d %B %Y" lang="fa_AF"  /> ->  Warning: Undefined array key 1 while parsing form default on page Pashto
د ګمرکونو عمومي رئیسې د مراجعینو ستونزې او شکایتونه واوریدل | AFG Custom / د ګمرکونو ع ریاست / ریاست ع گمرکات

د ګمرکونو عمومي رئیسې د مراجعینو ستونزې او شکایتونه واوریدل

سمع شکایات.jpg

6 جوزا 1400
د مالیې وزارت د ګمرکونو عمومي رئیسې اغلی امنه احمدي، نن د غبرګولي / جوزا میاشتې په ۶ مه نېټه د ګمرکونو او عوایدو معینیت د غونډو په تالار کې د هغو مراجعینو ستونزې او شکایتونه واوریدل چې د ګمرکونو لوی ریاست په اړوندو ادارو کې ورسره مخ ول.
د ګمرکونو عمومي رئیسې دوی ته ډاډ ورکړل چې ستونزو او شکایتونو ته به یې د هیواد نافذه قوانینو ته په کتو سره رسیدنه شي.
همداشان په روانه اوونۍ کې د ګمرکونو لوی ریاست د ۱۶ تنو هغو هیوادوالو چې د دې ریاست د فیسبوک پاڼې او ویب سایټ له لارې ستونزې، شکایتونه او پوښتنې شریکې کړې وې هم رسیدنه کړی ده.
د یادونې وړ ده چې ټول هغه هیوادوال چې د ګمرکونو په اړوندو ادارو کې کومه ستونزه او یا هم شکایت ولري کولی شي له وړاندې څخه د وخت ټاکلو پرته هره اوونۍ د پنجشنبې په ورځ د ګمرکونو او عوایدو معینیت ته مراجعه وکړي او خپلې ستونزې او شکایتونه په مستقیم ډول د ګمرکونو عمومي رئیسې ته وړاندې کړي. همداشان کولی شي چې خپل شکایتونه او ستونزې د همدې فیسبوک پاڼې او د ګمرکونو لوی ریاست د ویب سایټ (https://customs.mof.gov.af/…/%D8%B2%D9%85%D9%88%DA%96…) له لارې هم زموږ سره شریکې کړي.