د را روانې شنبې په ورځ د نیمروز، بلخ او ننګرهار ګمرکونو د کمیشنکارانو یوزرونه بندیږي

custom.jpg

29 ثور 1400

د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست په ګمرکونو کې د کمیشنکارانو د یوزرونو بندیدو په لړۍ کې د روانې اوونۍ د شنبې په ورځ (د غبرګولي/جوزا اوله نېټه) د نیمروز، بلخ او ننګرهار ګمرکونو د کمیشنکارانو یوزرونه بندوي. 
د ګمرکونو لوی ریاست له هغو سوداګریزو شرکتونو څخه چې د یادو ګمرکونو له لارې واردات او صادرات لري، غوښتنه کوي چې ژر تر ژره د اسیکوډا په سیستم کې یوزر جوړ کړي څو د توکو په طی مراحلو کې له ځنډ څخه مخنیوي وشي. 
—-
اړوند معلومات:
د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست له ټولو سوداګریزو شرکتونو څخه غوښتنه کوي چې د سوداګریزو توکو په ګمرکي طی مراحلو کې له ځنډ څخه د مخنیوي په موخه ژر تر ژره د ګمرکونو لوی ریاست له ویب سایټ (https://customs.mof.gov.af/?s=dari&c=forms-dr) څخه د یوزر جوړولو فورمه ترلاسه او له ډکولو وروسته یې له خپلو معتبرو سندونو( اصلي تذکره، د شرکت جواز او د تشخیصیې نمبرTIN  )سره یو ځای د هیواد په کچه د ګمرکونو ادارو ته مراجعه وکړي او د اسیکوډا په سیستم کې یوزر جوړ کړي.