د ګمرکونو لوی ریاست خبرتیا

custom.jpg

10 جوزا 1400
ټولو هغو سوداګریزو شرکتونو ته چې د پرون یکشنبې د غبرګولي یا جوزا میاشتې تر ۱۰ مې نېټې پورې یې په مرکز او ولایتونو کې د یوزر اخیستلو لپاره د ګمرکونو ادارو ته مراجعه کړي وي، خبر ورکول کیږي چې د دوی لپاره یوزرونه جوړ شوي او د شرکتونو رسمي ایمیل ادرسونو ته لیږل شوي دي.
که چیزې کوم شرکت ته ایمیل نه وي رسیدلې نو هیله ده چې په مرکز او ولایتونو کې د ګمرکونو ادارو ته مراجعه وکړي څو د خپلو تسلیم شویو سندونو ستونزه حل او یوزر تر لاسه کړي.
د اړتیا په وخت کې کولی شئ په دې شمېره اړیکه ونیسئ.
د اړیکې شمېره: 0787492350