د هيواد په ګمرکونو کې د صادراتو او وارداتو همداشان د عوایدو راټولیدو اوونیز راپور (د غویي له ۲۵ – ۳۱ مې ۱۴۰۰مالي کال)
3 جوزا 1400
د روان مالي کال د غویي میاشتې له ۲۵ مې نه تر ۳۱ مې نېټې پورې د هیواد له ټولو ګمرکونو څخه ۷۴۸میلیونه افغانۍ عواید راټول شوي دي.
په همدې موده کې په یادو ګمرکونو کې د ۴ میلیارده ۵۵۰ میلیونه افغانیو په ارزښت واردات او د ۴۴۵ میلیونه افغانیو په ارزښت صادرات تر سره شوي دي.