د هيواد په ګمرکونو کې د صادراتو او وارداتو همداشان د عوایدو راټولیدو اوونیز راپور (د غویي له ۱۸ – ۲۴ مې ۱۴۰۰مالي کال)
27 ثور 1400
د روان مالي کال د غویي میاشتې له ۱۸ مې نه تر ۲۴ مې نېټې پورې د هیواد له ټولو ګمرکونو څخه یو میلیارده ۴۹۸ میلیونه افغانۍ عواید راټول شوي دي.
په همدې موده کې په یادو ګمرکونو کې د ۹ میلیارده ۶۵۹ میلیونه افغانیو په ارزښت واردات او د ۳۲۰ میلیونه افغانیو په ارزښت صادرات تر سره شوي دي.