سبا د سې شنبې په ورځ د هرات او کندهار ګمرکونو د کمیشنکارانو یوزرونه بندیږي

custom.jpg

10 جوزا 1400
د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست په ګمرکونو کې د کمیشنکارانو د یوزرونو بندیدو په لړۍ کې سبا سه شنبه د غبرګولي / جوزا میاشتې په ۱۱ مه نېټه د هرات محصولي ګمرک او کندهار ګمرک د کمیشنکارانو یوزرونه بندوي.
د ګمرکونو لوی ریاست له هغو سوداګریزو شرکتونو څخه چې د یادو ګمرکونو له لارې واردات او صادرات لري، غوښتنه کوي چې ژر تر ژره د اسیکوډا په سیستم کې یوزر جوړ کړي څو د توکو په طی مراحلو کې له ځنډ څخه مخنیوي وشي.
—-
اړوند معلومات:
د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست له هغو سوداګریزو شرکتونو څخه چې تر اوسه یې د اسیکوډا په سیستم کې یوزر نه دی جوړ کړی، غوښتنه کوي چې د سوداګریزو توکو په ګمرکي طی مراحلو کې له ځنډ څخه د مخنیوي په موخه ژر تر ژره د ګمرکونو لوی ریاست له ویب سایټ (https://customs.mof.gov.af/?s=dari&c=forms-dr) څخه د یوزر جوړولو فورمه ترلاسه او له ډکولو وروسته یې له خپلو معتبرو سندونو( اصلي تذکره، د شرکت جواز او د تشخیصیې نمبرTIN ) سره یو ځای د هیواد په کچه د ګمرکونو ادارو ته مراجعه وکړي او د اسیکوډا په سیستم کې یوزر جوړ کړي.