د هیواد د درېیو ګمرکونو(ننګرهار، بلخ او نیمروز) د کمیشنکارانو یوزرونه هم بند شول

custom.jpg

2 جوزا 1400

د کمیشنکارانو لغو کیدو په اړه د افغانستان اسلامي جمهوریت د کابینې پریکړې له مخې، د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست د غبرګولي/ جوزا میاشتې په ۲مه نېټه د هیواد د درېیو ګمرکونو (ننګرهار، بلخ او نیمروز) د کمیشنکارانو یوزرونه بند کړل. 
د کابینې د پریکړې له مخې سوداګریز شرکتونه مکلف دي چې د خپلو سوداګریزو توکو د ګمرکي طی مراحلو لپاره د اسیکوډا په سیستم کې یوزر جوړ کړي.
——
اړوند معلومات:
د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست یو ځل بیا له هغو سوداګریزو شرکتونو څخه چې تر اوسه یې د یوزر اخیستلو لپاره مراجعه نه ده کړې، غوښتنه کوي چې د سوداګریزو توکو په ګمرکي طی مراحلو کې له ځنډ څخه د مخنیوي په موخه ژر تر ژره د ګمرکونو لوی ریاست له ویب سایټ (https://customs.mof.gov.af/?s=dari&c=forms-dr) څخه د یوزر جوړولو فورم ترلاسه او له ډکولو وروسته یې له خپلو معتبرو سندونو( اصلي تذکره، د شرکت جواز او د تشخیصیې نمبرTIN )سره یو ځای د هیواد په کچه د ګمرکونو ادارو ته مراجعه وکړي او د اسیکوډا په سیستم کې یوزر جوړ کړي.