Tag error: <txp:etc_query
  data='<txp:etc_tree id="245" />'
  replace='//a[@href="<txp:site_url /><txp:etc_url />"]@@class=active'
/> ->  Warning: Undefined array key 1 while parsing form None on page Pashto
Tag error: <txp:etc_date date="posted" calendar="jalali" format="%d %B %Y" lang="fa_AF"  /> ->  Warning: Undefined array key 1 while parsing form default on page Pashto
د ګمرکونو لوی ریاست اداري ناسته جوړه شوه | AFG Custom / د ګمرکونو ع ریاست / ریاست ع گمرکات

د ګمرکونو لوی ریاست اداري ناسته جوړه شوه

جلسه اداری.jpg

3 جوزا 1400
د ګمرکونو لوی ریاست اداري ناسته د غبرګولي میاشتې په ۳ مه نېټه د ګمرکونو عمومي رئیسې اغلی امنه احمدي، په مشرۍ د ګمرکونو او عوایدو معینیت د غونډو په تالار کې جوړه شوه.
په دې ناسته کې چې د ګمرکونو لوی ریاست مرستیالانو، رئیسانو او امرینو ګډون کړی و، د شکایتونو ثبتولو لپاره د نوي سیستم (کال سنټر) په جوړیدو، د یاد ریاست په راتلوونکو پلانونو، په ګمرکونو کې د کمیشنکارۍ پروسې په لغو کولو او د اسیکوډا په سیستم کې د سوداګریزو شرکتونو لپاره د یوزر په جوړولو، په ګمرکونو کې د میز کمک د کار په څرنګوالي، د خوست ولایت په نوي جوړ شوي هوایې ډګر کې د ګمرک په جوړولو، په ګمرکونو کې د بلټي توکو په ۱۰۰ سلنې تشریح او یو شمېر نورو اړوندو مسایلو په تړاو بحث او د نظرونو تبادله وشوه او اړه یې لازمې پریکړې وشوې.