د مالیې وزارت د رهبرۍ له هدایت سره سم د ګمرکونو او عوایدو لویو ریاستونو تر منځ د همغږۍ ناسته، د ګمرکونو او عوایدو معین، الحاج مفتي عبدالمتین سعید په مشرۍ او د عوایدو لوی رئیس حافظ مولوي شاه حسین حسیني، د ګمرکونو لوی ریاست تخنیکي مرستیال او د دې ریاست د کفیل خانزاده عبدالله، د یادو ریاستونو د مرستیالانو او رئیسانو په ګډون د دغه معینیت د غونډو په تالار کې وشوه.