Tag error: <txp:etc_query
  data='<txp:etc_tree id="245" />'
  replace='//a[@href="<txp:site_url /><txp:etc_url />"]@@class=active'
/> ->  Warning: Undefined array key 1 while parsing form None on page Pashto
Tag error: <txp:etc_date date="posted" calendar="jalali" format="%d %B %Y" lang="fa_AF"  /> ->  Warning: Undefined array key 1 while parsing form default on page Pashto
د پکتیکا په ګمرک کې د لمریزي برېښنا سیسټم جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو | AFG Custom / د ګمرکونو ع ریاست / ریاست ع گمرکات

د پکتیکا په ګمرک کې د لمریزي برېښنا سیسټم جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو

سولر -۱.jpg

30 میزان 1403

د مالیې وزارت له د ګمرکونو د عصري کولو او برېښنایي سیسټمونو د فعالولو په لړ کې، د ګمرکونو لوی ریاست د پکتیکا ګمرک د برېښنا چمتو کولو له پاره د (۷،۲) میلیونه افغانیو په ارزښت د (۶۰) کیلو واټه په ظرفیت سره د لمریزې برېښنا سیسټم جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپاره. له دې وړاندې په یاد ګمرک کې له جنراټور څخه ګټه اخیستل کېده، چې په میاشتني ډول یې شاوخوا (۲) زره لېټره تېل مصرفول. د لمریزې برېښنا سیسټم په فعالولو سره له یوې خوا د تېلو په لګښت کې سپما راځي او له بلې خوا د یاد ګمرک په کارونو کې هم چټکوالی رامنځته کېږي. د یادونې وړ ده، چې د مالیې وزارت په دې هڅه کې ده، چې د هیواد په ټولو ګمرکونو کې سوداګرو او کارکوونکو ته د اسانتیاوو رامنځته کولو په موخه اړین تجهیزات او امکانات برابر کړي.