د نیمروز ګمرک د موټرو تم ځای جوړولو پروژې د کار جریان تازه انځورونه

Construction work.jpg

2 عقرب 1403

د نیمروز ګمرک د موټرو تم ځای جوړولو پروژه، چې د ګمرکونو لوی ریاست له لوري د (۳۲) میلیونه افغانۍ لګښت پیل شوې او اوس مهال یې چارې په چټکۍ سره روانې دي. د موټرو په دې تمځای کې په اساسي ډول کانکریټ اچونه کیږي او ټولې اسانتیاوې به هم ولري، چې په جوړیدو سره به یې موټر چلوونکو او د ګمرک کارکوونکو ته ګڼې اسانتیاوې برابرې شي.