تېره اوونۍ د هیواد په بېلابېلو ولایتونو کې په زیاته اندازه قاچاقي توکي نیول شوي دي

qajaq neweli.jpg

7 عقرب 1403

د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارنې کارکوونکو تېره اوونۍ د فراه، نیمروز، کندهار او هرات ولایتونو په بېلابېلو سېمو کې په زیاته اندازه قاچاقي توکي نیولي دي، چې قاچاق کوونکو غوښتل په پټه یې افغانستان ته وارد کړي. په دې نیول شویو توکو کې (۳۶.۹) ټنه خوراکي مالګه، (۷۵۶۵) کیلو ګرامه رُب،(۱۰۹۲) کیلو ګرامه چاکلیټ، (۱۰۰۰) کیلو ګرامه خوراکي غوړي، (۲۱۷۰) کیلو ګرامه مکروني، (۹۱۰) کیلو ګرامه لوبیا، (۵۷۵) کیلو ګرامه پلاستیکي کڅوړې، (۵۱۲) کیلو ګرامه تینر، (۵۱۵) کیلو ګرامه کارټن، (۶۰۷) کیلو ګرامه هګۍ، (۳۱۸) کیلو ګرامه بسکویټ، (۲۰۶۱) کیلو ګرامه رنګ، (۲۸۰) کیلو ګرامه یو وار مصرف لوښي، (۱۲۵) کیلو ګرامه رخت او (۴۰) کیلو ګرامه بنګړي شامل دي. نیول شوي توکي او تورن کسان د نورو اجرااتو لپاره اړوندو ګمرکونو ته سپارل شوي دي.