تېره اوونۍ د هیواد په بېلابیلو ولایتونو کې په زیاته اندازه قاچاقي توکي نیول شوي دي

qajaq-3.jpg

30 میزان 1403

د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارنې کارکوونکو تېره اوونۍ د نیمروز، فراه، کندهار، هرات او ننګرهار په ولایتونو کې په زیاته اندازه قاچاقي توکي نیولي دي، چې قاچاق کوونکو غوښتل په پټه یې  افغانستان ته وارد کړي. په دې نیول شویو توکو کې (۱۴۴۳) کیلو ګرامه انساني طبي درمل، (۲۴۸۰) کیلو ګرامه کوچ، (۸۹۲) کیلو ګرامه چاکلیټ، (۱۳۸۵) کیلو ګرامه زراعتي تخم، (۳۰۴) دانې بېلابیل ډوله ځیرک مبایلونه، (۱۰۵۲) کیلو ګرامه رُب، (۵۸۸) کیلو ګرامه ګوړه، (۲۷۵۸) کیلو ګرامه مکروني، (۵۴۰) کیلو ګرامه بسکویټ، (۱۰۴۰) کیلو ګرامه مالګه، (۱۱۸۰) کیلو ګرامه خوراکي غوړي، (۳۰۰) کیلو ګرامه خمیر مایه، (۵۲۰) کیلو ګرامه قهوه او (۲۹۵) کیلو ګرامه ککاو شامل دي. نیول شوي توکي او تورن کسان د نورو اجرااتو لپاره اړوندو ګمرکونو ته سپارل شوي دي.