د بلخ ولایت د ګمرک نویو ګومارل شویو کارکوونکو ته روزنیز پروګرام پیل شو!

Amozesh.jpg

29 میزان 1403

د ګمرکونو او عوايدو ملي اکاډمۍ د روزونکو له لوري د ساحوي روزنیزو پروګرامونو په سلسله کې د بلخ ګمرک ریاست ګمرکي ادارې (۵۰) تنو کارکوونکو ته د ګمرکي مسایلو او قوانینو د زده کړې او د کارکوونکو د ظرفیت لوړونې په موخه په عملي او نظري ډول د ګمرکونو قانون، ګمرکي کړنلارو، ګمرکي بيې ټاکنې، تعرفې او ګمرګي اظهارلیکونو د خانه پري په تړاو ابتدايي روزنیز پروګرام پیل شو. دغه روزنیز پروګرام به یوه میاشت دوام وکړي او د ټولو ګمرکي چارو په تړاو به یادو کارکوونکو ته روزنه ورکړي.