د تیلو د ترجیحې او ازادو تعرفو او په ګمرکونو کې د کمیش کارانو د تخلف په مخنیوي بحث او خبرې وشوې
14 عقرب 1403
د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معین الحاج مفتي عبدالمتین سعید په مشرۍ د تیلو د ترجیحې او ازادو تعرفو په څرنګوالي او په ګمرکونو کې د کمیش کارانو د تخلف د مخنیوي په اړه ناسته تېره ورځ د یاد معینیت په مقام کې جوړه شوه.
په دې ناسته کې د ګمرکونو او عوایدو لویو ریاستونو او د کیفیت او کنټرول ریاست اړوندو مسؤلینو ګډون کړې و.
له اجنډاء سره سم په دې ناسته کې په ترجیحي تعرفه کې د بیسائیل تیلو او کاندنساتو په واردولو او د هیواد په ګمرکونو کې د کمیشن کارانو د تخلف په مخنیوي بحث او خبرې وشوې.
په دې ناسته کې پریکړه وشوه، چې د ګمرکونو او عوایدو لویو ریاستونو او د کیفیت او کنټرول ریاست څخه دې یو پلاوي ته دنده وسپارل شي، تر څو په ترجیحي تعرفه کې د بیسائیل تیلو او کاندنساتو د واردولو په موضوع کار وکړي.
همدا شان پریکړه وشوه، چې له دې وروسته که هر څوک هیواد ته نفتي مواد واردوي باید نفتي جواز تر لاسه او د همدې جواز له مخې دې هیواد ته واردات تر سره کړي.