د کابل په ګمرک کې د سوداګریزو توکو د وزن معلومولو لپاره یوه پایه تله ترمیم او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه
29 میزان 1403
د ګمرکونو لوی ریاست د کابل په ګمرک کې د څه باندې دوه میلیونه افغانیو په ارزښت د صادراتي او وارداتي سوداګریزو توکو د وزن معلومولو لپاره یوه پایه انالوګ تله ترمیم او ګټې اخیستنې ته وسپارل وسپارله. یاده تله، د (۱۲۰ )ټنه وزن معلومولو په ظرفیت سره ( ۲۴) متره اوږوالی او (۳) متره پلنوالی لري. دا تله پخوا غیر معیاري نصب شوی وه چې اوس مهال ترمیم او په دې برخه کې شته ستونزې هم ور سره حل شوي دي.