د کابل نړیوال هوایې ډګر ګمرک ته نوی عملیاتي امر معرفي شو
25 میزان 1403
سید محمد نعماني، چې د ګمرکونو لوی ریاست په وړاندیز او د مالیې وزارت مقام په منظورۍ د کابل نړیوال هوایې ډګر ګمرک د عملیاتي امر ته توګه ټاکل شوی، تېره ورځ د ګمرکونو لوی رئیس الحاج مفتي عبدالمتین سعید له لوري اړوندو کارکوونکو ته ور وپیژندل شو. په دې پيژند غونډه کې د یاد ګمرک رئیس او یو شمېر کارکوونکو هم ګډون کړې وو. د یادونې وړ ده، چې ښاغلی نعماني په ګمرکي چارو کې پوره کاري تجربه لري او له دې وړاندې د کندهار ګمرک د تخنیکي امر په توګه دنده تر سره کوله.