Tag error: <txp:etc_query
  data='<txp:etc_tree id="245" />'
  replace='//a[@href="<txp:site_url /><txp:etc_url />"]@@class=active'
/> ->  Warning: Undefined array key 1 while parsing form None on page Pashto
Tag error: <txp:etc_date date="posted" calendar="jalali" format="%d %B %Y" lang="fa_AF"  /> ->  Warning: Undefined array key 1 while parsing form default on page Pashto
د ګمرکونو او عوایدو لویو ریاستونو ترمنځ د همغږۍ ناسته وشوه! | AFG Custom / د ګمرکونو ع ریاست / ریاست ع گمرکات

د ګمرکونو او عوایدو لویو ریاستونو ترمنځ د همغږۍ ناسته وشوه!

مجلس هماهنګی.jpg

5 عقرب 1403

د مالیې وزارت د رهبرۍ له هدایت سره سم د ګمرکونو او عوایدو لویو ریاستونو تر منځ د همغږۍ ناسته، د ګمرکونو او عوایدو معین، الحاج مفتي عبدالمتین سعید په مشرۍ او د عوایدو لوی رئیس حافظ مولوي شاه حسین حسیني، د ګمرکونو لوی ریاست تخنیکي مرستیال او د دې ریاست د کفیل خانزاده عبدالله، د یادو ریاستونو د مرستیالانو او رئیسانو په ګډون د دغه معینیت د غونډو په تالار کې وشوه. په دې ناسته کې د سوداګریزو شرکتونو د پخوانیو باقیاتو په راټولولو، د عوایدو له تېښتې څخه په مخنیوي او د داسې طرحو په جوړولو خبرې وشوې، چې پر بنسټ یې، د دواړو ریاستونو عواید اغېزمن نه شي. همدارنګه د دواړو ریاستونو له لوري د خامو موادو راوړونکو فابریکو د چارو پر څارنې او کنټرول هم بحث وشو او د چارو د لا پرمختګ په موخه اړینې لارې چارې وړاندې شوې. د ګمرکونو او عوایدو معین د دواړو ریاستونو ترمنځ په اړوندو چارو کې د همغږۍ پر اهمیت ټینګار وکړ. ښاغلي سعید زیاته کړه؛ چې دواړه ریاستونه باید د دې مجلسونو پایلې تعقیب او په خپلو ما تحتو کارکوونکو باندې یې په عملي ډول پلي کړي. د یادونې وړ ده، چې یاده ناسته د ګمرکونو او عوایدو لویو ریاستونو تر منځ د ګډو همکاریو د پیاوړتیا په موخه ترسره شوه او په راتلوونکې کې به هم ورته ناستې وشي.