د روان کال په لومړۍ ربعه کې په ګمرکونو کې د تر سره شویو چارو د تخنیکي ارزونې ناسته نن د ګمرکونو لوی رئیس الحاج مفتي عبدالمتین سعید په مشرۍ د ګمرکونو او عوایدو معینیت د غونډو په تالار کې جوړه شوه. په دې ناسته کې د ګمرکونو لوی ریاست مرستیالانو، یو شمېر رئیسانو، امرینو او د ویډیو کنفرانس له لارې د ولایتي ګمرکونو مسؤلینو ګډون کړې وو.