د روان کال په لومړنۍ ربعه کې د ګمرکونو چارو ۲۳ سلنه پرمختګ کړی

jalasa.jpeg

18 سرطان 1403

د روان کال په لومړۍ ربعه کې په ګمرکونو کې د تر سره شویو چارو د تخنیکي ارزونې ناسته نن د ګمرکونو لوی رئیس الحاج مفتي عبدالمتین سعید په مشرۍ د ګمرکونو او عوایدو معینیت د غونډو په تالار کې جوړه شوه. په دې ناسته کې د ګمرکونو لوی ریاست مرستیالانو، یو شمېر رئیسانو، امرینو او د ویډیو کنفرانس له لارې د ولایتي ګمرکونو مسؤلینو ګډون کړې وو. په پیل کې د ګمرکونو لوی رئیس ټولو ګډونوالو ته ښه راغلاست وویل او د ولایتي ګمرکونو مسؤلینو ته یې د کارکوونکو تر منځ د پوره همغږۍ رامنځته کیدو په اخلاص سره د اړوندو چارو د پر مخ وړلو، د سوداګریزو توکو په طی مراحلو کې د لا چټکتیا رامنځته کیدو، د چارو د لا ښه والي لپاره له سوداګرو سره د مشورتي ناستو د جوړیدو، د تېرو کلونو د باقیاتو د تصفیې او یو شمېر نورو موضوعاتو په اړه لازمې سپارښتنې وکړې. له اجنډا سره سم د  ګمرکونو لوی ریاست د پلان جوړونې، پالیسۍ، څارنې او ارزونې رئیس ښاغلي محمد وسیم عثمان له لوري د روان مالي کال په لومړۍ ربعه کې په ګمرکونو کې د تر سره شویو فعالیتونو په تړاو ټولیز راپور وړاندې شو او همدا راز په دې موده کې د عوایدو راټولیدو، د هیواد په ټولو ګمرکونو کې تر سره شوې  سوداګرۍ، د وارداتي توکو ګمرکي ارزښت او د سوداګریزو محمولو د شمېر او ثبت شوي وزن په اړه غونډې ته بشپړ معلومات وړاندې کړل، چې په دې راپور کې د تېر کال د همدې مودې په پرتله د ټولو ګمرکونو چارې په اوسط ډول (۲۳.۳) سلنه مثبتې ارزول شوې وې. د غونډې ګډونوالو د یاد راپور  په اړه هر اړخیز بحث وکړ او د چارو د لا ښه والي لپاره یې د ولایتي ګمرکونو مسؤلینو ته لازمې سلا مشورې ورکړې. د ولایتي ګمرکونو مسؤلینو هم په خپل وار سره په خپلو اړوندو کاري برخو کې د شته ستونزو یادونه وکړه چې د ګمرکونو لوی ریاست د رهبري له لوري د ژر حل کیدو ډاډ ورکړل شو.