د نیمروز په ګمرک کې د پراخې اور لګیدنې مخه ونیول شوه

sokhta.jpeg

11 سرطان 1403

د نیمروز په ګمرک کې له ملایي څخه بار په یو یخچالي موټر کې د بریښنایې سیستم د شارټي له امله اور لګیدنه رامنځه شوه، چې د ګمرک او اړوندو ادارو د کارکوونکو له لوري يې پر وخت مخنیوی شو.
له نیکه مرغه په دې اور لګیدنه کې د نورو سوداګرو سوداګریزو توکو ته زیان نه دی اوښتی او یواځې په یاد یخچالي موټر کې يوه اندازه بار توکي له منځه تللي.