د کندهار په ولایت کې بېلابیل قاچاقي توکي نیول شوي دي

قاچاق-۱.jpeg

16 سرطان 1403

 د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارنې کارکوونکو د کندهار په ولایت کې په یو بار وړونکي موټر کې یو شمېر قاچاقي توکي نیولي، چې قاچاق کوونکو غوښتل په پټه یې افغانستان ته راوړي. په نیول شویو توکو کې (۵۰۰۰) کیلو ګرامه پلاستیکي کڅوړې (۴۵۹۰) کیلو ګرامه ذایقه لرونکې پوړۍ، (۲۰۰) کیلو ګرامه خوراکي ملایې، (۱۱) کارتنه د حشرو د وژنې لپاره سپرې، (۲۳۹۲) کیلو ګرامه انساني طبي درمل، (۸۰۰) کیلو ګرامه د نصوارو لپاره پلاستیکي کڅوړې، (۹۶۰) کیلو ګرامه چاکلیټ او (۲۴۰) کیلو ګرامه پاکټي شیدې شامل دي. یاد نیول شوي توکي او تورن کسان د نورو اجرااتو لپاره د کندهار ګمرک ته سپارل شوي دي.