د کابل ګمرک د جومات د بیا رغونې چارې پیل شوې

افتتاح مسجد.jpeg

21 سرطان 1403

 د کابل ګمرک د جومات د بیا رغولو چارې نن د یاد ګمرک د رئیس مولوي علي احمد منیب له لوري په رسمي ډول پیل شوې. په دې پروژه کې به د کابل ګمرک د جومات بام په اساسي ډول ورغول شي او تر څنګ یې د یاد جومات پوره رنګول، د پکيو او ګروپونو نصبول او داسې نورې چارې به یې هم تر سره شي. په دې پروژې شاوخوا ۴ سوه زره افغانۍ لګښت راځي، چې پیسې به یې د مالیې وزارت له پراختیایې بودیجې څخه ورکړل شي.