د مالیې وزارت
د تورخم ګمرک د تشریح برخې کارکوونکو تېره ورځ په یوې وارداتي سوداګریزې محمولې کې بېلابیل ډوله نظامي تجهیزات، چې قاچاق کوونکو غوښتل په پټه یې هیواد ته راوړي کشف او ونیول.
د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارنې کارکوونکو تېره اوونۍ د نیمروز، فراه، ننګرهار او هرات په ولایتونو کې بېلابیل قاچاقي توکي نیولي دي، چې قاچاق کوونکو غوښتل په پټه یې افغانستان ته راوړي.
د بي اسناده موټرسایکلونو د ثبت او محصول پروسه د هيواد په ټولو ګمرکونو کې روانه ده.
د کندهار ولایت د ګمرک اړوند د سپین بولدک ګمرک ځیرکو کارکوونکو د يو لړ پلټنو په پایله کې د (۱۰) کيلو ګرامه تاريخي پاڼو او(۵۲) کيلو ګرامه قيمتي خاورې له قاچاق څخه مخنیوی وکړ.
د تورخم ګمرک د ترانزیټ د تشریح څانګې کارکوونکو په یوې سوداګریزې محمولې کې (۱۲۸) عدده بېلابیل ډوله ځیرک ګرځنده ټلیفونونه، چې په ډیر مهارت سره ځای پر ځای شوي وو او قاچاق کوونکو غوښتل، چې په پټه یې افغانستان ته راوړي کشف او ونیول.
ضیاء الدین “ملاخیل” چې د ګمرکونو لوی ریاست په وړاندیز او د مالیې وزارت د مقام په منظورۍ د ګمرکونو لوی ریاست د کنټرول روم د آمر په توګه ټاکل شوی،
د روان ۱۴۰۳ مالي کال د تعرفې کمېټې په دویمه ناسته کې، چې د مالیې وزارت د ګمرکونو او عوایدو معین په مشرۍ جوړه شوه،
د تعرفې کمېټې د ۱۴۰۳ مالي کال دویمه ناسته د ګمرکونو او عوایدو معین ملا عبدالقاهر حاجي ادریس په مشرۍ د یاد معینیت د غونډو په تالار کې جوړه شوه.
د ګمرکونو لوی ریاست د ۱۴۰۳ مالي کال اتمه اداري ناسته تېره ورځ د ګمرکونو لوی رئیس الحاج مفتي عبدالمتین سعید په مشرۍ د یاد ریاست په مقام کې جوړه شوه.
د مالیې وزارت د ګمرکونو لوی ریاست له لوري د (۱۰،۳) میلیونه افغانیو په ارزښت د ننګرهار په محصولي او سرحدي ګمرکونو کې درې پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.