د کندهار په ګمرک کې د يو اندازه تاريخي او قيمتي توکو د قاچاق مخنيوی وشو

دستګیری قاچاق.jpeg

2 اسد 1403

 د کندهار ولایت د ګمرک اړوند د سپین بولدک ګمرک ځیرکو کارکوونکو د يو لړ پلټنو په پایله کې د (۱۰) کيلو ګرامه تاريخي پاڼو او(۵۲) کيلو ګرامه قيمتي خاورې له قاچاق څخه مخنیوی وکړ. یاد قاچاقي توکي په ډېر مهارت سره په یوه صادراتي محموله کې ځای پر ځای شوي ول او قاچاق کوونکو غوښتل، چې پټه یې پاکستان هیواد ته ولېږدوي. په دې تړاو دوه تورن کسان نیول شوي او د نورو اجراآتو له پاره اړوندو ارګانونو ته ور پېژندل شوي دي.