د تورخم په ګمرک کې زیات شمېر قاچاقي ګرځنده ټلیفونونه ونیول شول
2 اسد 1403
د تورخم ګمرک د ترانزیټ د تشریح څانګې کارکوونکو په یوې سوداګریزې محمولې کې (۱۲۸) عدده بېلابیل ډوله ځیرک ګرځنده ټلیفونونه، چې په ډیر مهارت سره ځای پر ځای شوي وو او قاچاق کوونکو غوښتل، چې په پټه یې افغانستان ته راوړي کشف او ونیول. یاد نیول شوي ټلیفونونه او تورن کس به د نورو اجرااتو لپاره ننګرهار ګمرک ته وسپارل شي. د یادونې وړ ده، چې اوس مهال د هیواد په ټولو ګمرکونو کې د ممنوعه او قاچاقي توکو جدي څارنه کیږي او چاته اجازه نه ورکول کیږي، چې یاد توکي صادر او یا وارد کړي.