تېره اوونۍ د نیمروز، فراه، ننګرهار او هرات په ولایتونو کې بېلابیل قاچاقي توکي نیول شوي دي

DastGeeri.jpg

6 اسد 1403

د ګمرکونو لوی ریاست د ګرځنده څارنې کارکوونکو تېره اوونۍ د نیمروز، فراه، ننګرهار او هرات په ولایتونو کې بېلابیل قاچاقي توکي نیولي دي، چې قاچاق کوونکو غوښتل په پټه یې افغانستان ته راوړي.  په دې نیول شویو توکو کې (۴۷۵) کیلو ګرامه پلاستیکي کڅوړې، (۷۲۰) کیلو ګرامه تینر تیل، (۳۶۳۶) کیلو ګرامه رُب، (۱۸۸۴) کیلو ګرامه انساني او حیواني درمل او (۱۱۲۰) کیلو ګرامه بېلابیل نور توکي شامل دي. نیول شوي توکي او تورن کسان د نورو اجرااتو لپاره اړوندو ګمرکونو ته سپارل شوي دي.