د تورخم ګمرک د ترانزیت تشریح مدیریت د کارکوونکو له لوري په یوې وارداتي سوداګریزه محموله کې (16) عدده تفنچې (32) عدده شاجورونه (315) عدده مرمۍ، چې د محمولې په سېټ کې په ماهرانه ډول ځای پر ځای شوې وې او قاچاق کوونکو غوښتل له پاکستان څخه یې افغانستان ته په قاچاقي ډول ولیږدوي کشف او ضبط کړل.