Tag error: <txp:etc_query
  data='<txp:etc_tree id="245" />'
  replace='//a[@href="<txp:site_url /><txp:etc_url />"]@@class=active'
/> ->  Warning: Undefined array key 1 while parsing form None on page Pashto
Tag error: <txp:etc_date date="posted" calendar="jalali" format="%d %B %Y" lang="fa_AF"  /> ->  Warning: Undefined array key 1 while parsing form default on page Pashto
د ګمرکونو لوی ریاست تخنیکي پلاوي د هرات، نیمروز او فراه ګمرکونو چارې و ارزولې | AFG Custom / د ګمرکونو ع ریاست / ریاست ع گمرکات

د ګمرکونو لوی ریاست تخنیکي پلاوي د هرات، نیمروز او فراه ګمرکونو چارې و ارزولې

11.jpeg

12 جوزا 1403

د ګمرکونو لوی ریاست د عملیاتي مرستیال ښاغلي نقیب الله عابد په مشرۍ تخنیکي پلاوي هرات، نیمروز او فراه ولایتونو ته رسمي سفر وکړ او هلته یې د یادو ولایتونو د ګمرکونو چارې له نږدې څخه و ارزولې.
یاد تخنیکي پلاوي د هرات، نیمروز او فراه ګمرکونو د ورځنیو چارو شته ستونزې په ګوته کړې او د حل لپاره یې اړوندو مسؤلینو ته لازم هدایات ورکړل.
د یاد سفر موخه پر خپل وخت سره د ګمرک د کارکوونکو او سوداګرو ستونزو ته رسیدنه او په سمه توګه د ګمرکي اصولو پلي کول وو.
د یادونې وړ ده، چې د ګمرکونو لوی ریاست تخنیکي ټیمونه له دې وړاندې هم د ولایتي ګمرکونو د روانو چارو د ارزونې په موخه سفرونه کړي، چې دا لړۍ به همداسې دوام ولري.