د هیواد د ګمرکونو چارو د روان کال د غویي په میاشت کې (۳۰) سلنه پرمختګ کړی

33.jpg

17 جوزا 1403

 د روان مالي کال د غویې (ثور) په میاشت کې د هیواد په ګمرکونو کې د تر سره شویو فعالیتونو د تخنیکي ارزونې په موخه ناسته تېره ورځ د ګمرکونو او عوایدو معین ملا عبدالقاهر حاجي ادریس په مشرۍ جوړه شوه. په دې ناسته کې د ګمرکونو لوی رئیس الحاج مفتي عبدالمتین سعید، د ګمرکونو لوی ریاست مرستیالانو، یو شمېر رئیسانو. امرینو او د ویډیو کنفرانس له لارې د ولایتي ګمرکونو مسؤلینو ګډون کړې وو. د ګمرکونو او عوایدو معین ټولو ګډونوالو ته د ښه راغلاست تر څنګ د ګمرکونو میاشتۍ ارزونه  ډیره اړینه یاده کړه او زیاته یې کړه، چې اوس مهال په ګمرکونو کې چارې ښې روانې دي او هیله وښوده، چې نورې به هم ښې شي. نوموړي پر خپل وخت سره اړوندو دندو ته د حاضریدو، د سوداګرو ستونزو ته د رسیدنې، له مراجعینو سره د ښه سلوک، د اړوندو کارکوونکو د چارو د څارنې، پر خپل وخت سره  د ګمرکونو لوی ریاست د سپارښتنو د پلي کیدو او یو شمېر نورو موضوعاتو په اړه د ولایتي ګمرکونو مسؤلینو ته اړینې سپارښتنې وکړې. له اجنډاء سره سم د ګمرکونو لوی ریاست د پلان جوړونې، پالیسۍ، څارنې او ارزونې رئیس محمد وسیم عثمان له لوري د ۱۴۰۳ مالي کال د غویې په میاشت کې په ګمرکونو  کې د تر سره شویو فعالیتونو په تړاو ټولیز راپور وړاندې شو او همدا راز په دې موده کې د عوایدو راټولېدو، د هیواد په ټولو ګمرکونو کې د تر سره شوې سوداګرۍ، د وارداتي توکو ګمرکي ارزښت او د سوداګریزو محمولو د شمېر او ثبت شوي وزن په اړه ګډونوالو ته بشپړ معلومات وړاندې کړل. په دې راپور کې د هیواد د ګمرکونو چارې د روان مالي کال د غویې په میاشت کې د تېر کال د همدې مودې په پرتله(۳۰) سلنه مثبتې ښودل شوې وې. د ګمرکونو لوی رئیس په خپلو خبرونو کې د ولایتي ګمرکونو د مسؤلینو او کارکوونکو له لوري د تر سره شویو فعالیتونو څخه مننه وکړه او ټینګار یې وکړ، چې د چارو د لا ښه والي په موخه دې د کارکوونکو تر منځ همغږۍ لا زیاته او مسؤلین دې ټولو برخو په ځانګړي ډول د بیې ایښودنې او تشریح برخو ته جدي پاملرنه وکړي د ولایتي ګمرکونو مسؤلینو هم په خپل وار سره په خپلو اړوندو کاري برخو کې د شته ستونزو یادونه وکړه، چې د ګمرکونو لوی ریاست د رهبرۍ له لوري یې د ژر حل کېدو ډاډ ورکړل شو.