Tag error: <txp:etc_query
  data='<txp:etc_tree id="245" />'
  replace='//a[@href="<txp:site_url /><txp:etc_url />"]@@class=active'
/> ->  Warning: Undefined array key 1 while parsing form None on page Pashto
Tag error: <txp:etc_date date="posted" calendar="jalali" format="%d %B %Y" lang="fa_AF"  /> ->  Warning: Undefined array key 1 while parsing form default on page Pashto
د ګمرکونو لوی رئیس د پکتیا ولایت د ډنډ پټان ګمرک چارې و ارزولې | AFG Custom / د ګمرکونو ع ریاست / ریاست ع گمرکات

د ګمرکونو لوی رئیس د پکتیا ولایت د ډنډ پټان ګمرک چارې و ارزولې

۲۲.jpg

13 جوزا 1403

د ګمرکونو لوی رئیس الحاج مفتي عبدالمتین سعید، چې د تخنیکي پلاوي په مشرۍ پکتیا ولایت ته تللی، تېره ورځ یې د یاد ولایت د ډنډ پټان ګمرک له مسؤلینو او کارکوونکو سره د لیدنې تر څنګ د دې ګمرک چارې له نږدې څخه و اروزلې. د ګمرکونو لوی رئیس د ډنډ پټان ګمرک له مسؤلینو او کارکوونکو سره په لیدنه کې اړوندو چارو ته د دوی د هڅونې تر څنګ پر خپل وخت سره د سوداګریزو توکو د ګمرکي طی مراحلو د تر سره کولو، سوداګرو ته د لازمو اسانتیاوو د رامنځته کیدو، په چارو کې د پوره همغږۍ او یو شمېر نورو موضوعاتو په اړه اړینې سپارښتنې وکړې. د یادونې وړ ده، چې د ګمرکونو لوی ریاست رهبري او تخنیکي ټیمونه له دې وړاندې هم ولایتي ګمرکونو د روانو چارو د ارزونې په موخه سفرونه کړي، چې دا لړۍ به همداسې دوام ولري.