د ډنډ پټان په ګمرک کې د (۸،۳) میلیونو افغانیو په ارزښت د رغنیزو چارو پروژه پیل شوه!
13 جوزا 1403
د ګمرکونو لوی رئیس الحاج مفتي عبدالمتین سعید، پکتیا ولایت ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې، د یاد ولایت د ډنډپټان په ګمرک کې د (۸،۳) میلیونه افغانیو په ارزښت د جومات جوړولو پروژې پرانیستنه وکړه.یاد جومات په معیاري بڼه د ټولو اړینو امکاناتو په درلودلو سره، په دوو پوړونو کې جوړېږي او په یوه وخت کې به د (۵۲۰) لمونځ کوونکو ظرفیت ولري.
د دغې پروژې لګښت د مالیې وزارت له پراختیایي بودیجې څخه ورکول کېږي او د پروژې چارې هم د یوه افغاني شرکت له لوري مخته وړل کېږي، چې په (۸) میاشتو کې به بشپړي شي.