د ابو نصر فراهي ګمرک رئیس د فراه ولایت د سوداګرۍ خونې له مسؤلینو او یو شمېر سوداګرو سره وکتل

farah.jpg

10 جوزا 1403

د ابو نصر فراهي ګمرک رئیس ملا محمد معاذ اخندزاده، تېره ورځ د فراه ولایت د سوداګرۍ خونې له مسؤلینو او یو شمېر سوداګرو سره په خپل کاري دفتر کې وکتل. په پیل کې د ابو نصر فراهي ګمرک رئیس  ګډونوالو ته ښه راغلاست وویل او زیاته یې کړه، چې د ابو نصر فراهي ګمرک اوس مهال سوداګرو ته د اسانتیا رامنځته کولو او د سوداګریزو توکو د چټکو طی مراحلو په موخه ۲۴ ساعته ګمرکي خدمتونه وړاندې کوي او که سوداګر وغواړي موږ چمتو یو، چې د جمعې په ورځ هم د ګمرکي خدمتونو  د وړاندې کولو لپاره حاضر شو. د فراه ولایت سوداګرو د یاد ګمرک له مسؤلینو څخه مننه وکړه، چې له ځند پرته د دوی د توکو ګمرکي طی مراحل تر سره کیږي. همدا رنګه سوداګرو په اړوندو برخو د ځینو شته ستونزو یادونه وکړه، چې د ګمرک د مسؤلینو له لوري د ژر حل کیدو ډاډ ورکړل شو.