د ګمرکونو لوی رئیس د پکتیا له والي سره پر ګمرکي مسایلو خبرې وکړې

DG Meeting with Walee.jpg

13 جوزا 1403

د ګمرکونو لوی رئیس الحاج مفتي عبدالمتین سعید، چې د یو پلاوي په مشرۍ پکتیا ولایت ته تللی، نن یې د پکتیا والي الحاج ملا مهرالله حماد سره د ولایت په مقام کې وکتل.
په دې کتنه کې، چې د پکتیا والي مرستیال او د یو شمېر ولایتي ادارو رئیسانو هم شتون درلود دواړو لوریو د پکتیا ګمرک په شته ستونزو، حل لارو، ګمرکي فعالیتونو، سوداګرو ته د لا اسانتیا په رامنځته کیدو او یو شمېر نورو موضوعاتو په اړه بحث او خبرې وکړې.
د پکتیا والي تللي پلاوي ته د ښه راغلاست تر څنګ د یادو موضوعاتو په اړه د هر راز همکاریو ډاډ ورکړ.
د یادونې وړ ده، چې د ګمرکونو لوی رئیس به په دې سفر کې د پکتیا ګمرک د چارو د ارزونې تر څنګ د یاد ولایت له یو شمېر سوداګرو سره هم وګوري او د دوی ستونزې به له نږدې واوري؛ څو پر خپل وخت ورته رسیده وشي.