د کابل ګمرک د ختیځ لوري دیوال د بیا رغونې چارې پېل شوې

پروژه.jpeg

12 جوزا 1403

د ګمرکونو لوی ریاست عملیاتي مرستیال نقیب الله عابد او د حمایت او پراختیا رئیس محمد موسی عمر، نن د څه باندې یو میلیون افغانیو په ارزښت د کابل ګمرک ختیځ لوري دیوال د بیا رغولو پروژه پرانیسته. په دې پرانیست غونډه کې د کابل ګمرک رئیس او یو شمېر نورو کارکوونکو هم ګډون کړی و. د دې پروژې بودیجه د مالیې وزارت له پراختیایي بودیجې څخه ورکول کیږي، چې چارې به يې د یو افغاني شرکت له لوري د دريو میاشتو په موده کې بشپړې شي او په پلي کیدو سره به يې سوداګرو او د ګمرک کارکوونکو ته اسانتیاوې را منځته شي.